مطبوعاتي خبرتیا په ټولټاکنو کې د اتباعو له سیاسي حقونو څارنه
.jpg)
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون
مطبوعاتي خبرتیا
د هیواد په عمومي چارو کې ګډون او د رایو استعمالول، د بشر یو بنسټیزحق دی. د افغانستان اساسي قانون ، د بشري حقونو نړیواله اعلامیه او د سیاسی او مدني حقونو نړیوال کنوانیسیون د انتخابولو او انتخابیدلو حق په رسمیت پیژني. د اساسي قانون د حکم او نړیوالو ژمنو پر بنسټ، حکومت له سیاسي حقونو څخه د وګړو د برخمن کیدو لپاره د مناسبو شرایطو په رامنځته کولو، له هغي ډلې په آزاده ، عمومي، پټ ، مستقیم ، شفاف او عادلانه توګه د ټاکنو په ترسره کولو باندې مکلف دی.
دا چې ټولټاکنې په آزاده، عادلانه، او شفافه توګه ترسره شي، نو د دې موخې تر لاسه کولو لپاره د مدني بنسټونو او ملاتړیزو میکانیزمونو لکه د خپلواکو بنسټونو، مدني ټولنو، آزادو رسنیو او د نوماندانو د څارونکو شتون اړین دی.
په دې موخه، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د بشري حقونو د یو ملي بنسټ په توګه د اساسي قانون او د کمیسیون د تشکیل، دندو او واکونو د قانون پر بنسټ له سیاسي حقونو لکه د ګواښونو د نشتوالی ، د تبعیض د نشتوالی او د بې پرېتوب د اصولو په رعایتولو او نورو حقونو لکه د بیان د آزادۍ، د تلو- راتلو آزادۍ، د غونډو د آزدۍ او د ایتلافونو د جوړیدو د آزادۍ له حقونو څخه د اتباعو د ګټې اخیستني پر ډول باندي څارنه کوی.
د هیواد ټول اوسیدونکي، که هغه رای ورکوونکي اویا رای اخیستونکي وي، د خپلو سیاسي حقونو د نقض په صورت کې کولای شي د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه ییزو او ولایتي دفترونو ته مراجعه وکړي او خپل شکایت ثبت کړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یوځل بیا، پخپل وخت د جمهوري ریاست د ټاکنو پراهمیت او د ټاکنو د روڼتیا پر تضمین او د ټولټاکنو له بهیر څخه د ملي او نړیوالو بنسټونو د بې پرې او دقیقې څارني پر اړتیا تینګار کوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون
